برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نوماند پلويانو د پوهنتون کارمندان ډبولي

آریانانیوز: د ولسي جرګې د يو نوماند پلويانو د يو خصوصي پوهنتون څلور تنه کارمندان ډبولي دي.


د ولسي جرګې نوماند نجیب الله کامه وال د ټاکنيز کمپاين پلويانو وروسته له هغه د دنيا پوهنتون څلور کارمندان وډبول چې د هغوی له لوري د پوهنتون په ديوالونو د انځورو لګولو مخه يې ونيوله.
د پوهنتون کارمندانو د نجيب الله کامه وال د پلويانو مخه د نظافت او د ديوالونو د بدرنګۍ له امله نيولې وه او اجازه يې نه وه ورکړې چې د پوهنتون په ديوالونو انځورونه ولګوي، هماغه وو چې د نوماند پلويانو په لغتو، سوکانو او بوکس پنجو ووهل او سخت يې ژوبل کړل.
د احمد هارون په نامه د دنيا پوهنتون يو کارمند خبريالانو ته وويل چې د نجيب الله کامه وال د ټاکنيز کمپاين پلويانو ته يې په ارام سره وويل چې د پوهنتون په ديوالونو د انځوورنو لګولو اجازه نشته خو هغوی د پوهنتون د کارمندانو خبره ونه منله او د پوهنتون کارمندان يې په سوکانو، لغتو او بوکس پنجو ووهل.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د نوماندانو د پلويانو ترمنځ د کمپاين پرمهال جګړې او تاوتريخوالي رامنځته شوي دي.
د ټاکنيزو سياليو په دوهمه ورځ هم د ننګرهار په انګور باغ سيمه کې د دوه نوماندانو د پلويانو ترمنځ د انځورونو په لګولو شخړه رامنځته شوې وه چې يو بل پسې يې وسلې راخيستې وې.
د هرات ولايت ښځينه نوماندانو تيره ورځ شکايت کړی و چې په هرات کې يې نارينه او زورواکي نوماندان د دوی د کمپاين په وړاندې خنډونه جوړوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي