برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نوماندانو د لګښتونو اندازه اعلان

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې په راروانو ټاکنو کې د نوماندانو په کمپاینونو کې د لګښتونو کچه اعلان کړه.


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل چې د ټاکنیزو کمپاینونو د لګښتونو کچه د ولایتونو د مساحت او نفوس په اندازه کم او زیات اعلان شوي دي.
دټاکنیزو سیالیو د لګښتونو اندازه د افغانستان د اساسي قانون د ۷۷ مادې له مخې ټاکل شوي دي چې پکې د ولایتونو د نفوس او مساحت په بنسټ ټاکل کیږي.
په دغو لګښتونو کې له اته سوه زره افغانیو نیولې تر دوه میلیونه او درې سوه زره افغانيو پورې لګښتونه ټاکل شوي دي.
لوګر ولایت تر ټولو د کم لګښت ولایت اعلان شوی دی چې له ۸ سوه زره افغانیو نیولې تر ۹۲۰ زرو افغانیو پورې د لګښتونو اندازه ټاکل شوې ده، همدا راز کابل ولایت له پاره د لګښتونو تر ټولو لوړه اندازه ټاکل شوې ده چې له دوه میلیونه، درې سوه زره افغانیو څخه تر دوه میلیونه او ۶۵۴ سوه زره افغانیو پورې ټاکل شوي دي.
د ولسي جرګې د ټاکنو له پاره د نوماندانو ترمنځ سیالي او کمپاین د روانې میاشتې په ۶ مه نېټه پیل کیږي چې د تلې تر ۲۵ مې نیټې به دوام وکړي.
د ټاکنو کمیسیون د ورستیو معلوماتو له مخې د ولسي جرګې په ټاکنو کې څه باندې ۲۵۰۰ تنو چې تقریباً له پنځو یوه برخه یې ښځي دي نوماندان دي.
که څه هم تر دې وړاندې په ټاکنو کې د لګښتونو اندازه اعلان شوې ده خو د افغانستان په څېر هیواد کې چې خلک یې د قانون تطبیق ته لومړیتوب نه ورکوي، تر ټاکلې اندازې ډېرې پیسې مصرفوي.
د شنونکو په اند د وروستیو نا امنیو او د جګړو شدت به د ټاکنو دغه پروسه د سختو امنیتي ننګونو سره مخ کړي چې د ډیرو ټاکنیزو کارمندانو په ګډون به نوماندان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي