برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ناامنیو له امله څلور سوه کورنۍ بې ځایه کیدا

آریانانیوز: دیورپورټ په اساس د ننګرهار د کډوالو چارو رییس قاري نجیب الله قیومي وایی له تیرو درې ورځو راهیسې چې د دې ولایت د شیرزادو په ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ وسله والو نښتو زور اخیستې تر دا مهاله خواوشاه څلور سوه کورنۍ له خپلو کورونو راوتلې دي.
هغه وویل چې د دې کورنیو ډیره برخه د چمتلې په دښته او خواوشاه سیمو کښې ځای پر ځای شوې دي.
ها خوا د ننګرهار د والي ویاند عطا ا… خوګیاڼی وایي، په ټولنیزو چاروکې د ننګرهار د مرستیال والي په مشرۍ د اضطرار کمیټې ناسته کړې او د شیرزادو او خوګیانیو ولسوالیو څخه د بې ځایه شویو کورنیو لپاره یې د مرستو پر ور رسولو غور کړی دی.
بل لورته په ختیځو ولایتونو کښې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی وایي، په تیرو څلرویشتو ساعتونوکښې د شیرزادو په ولسوالۍ کې د داعش او طالب تر منځ په روانو نښتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور د داعش ډلې له لورې ژوندي نیول شوي دي. هارون یوسفزي وویل: په ځینو سیمو کښې داعش وسله والو پرمختګ کړی او طالب وسله وال یې شاتګ ته اړ کړي دي .
افغان امنیتي ځواکونو تر اوسه د دواړوښکیلو ډلو تر منځ مداخله نه ده کړې . طالبانو او داعش دواړو ډلو تر اوسه د دوې تر منځ د روانې نښتی او زیانونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي