برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مولانا سميع الحق جنازه په دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شوه

آریانانیوز: د دارالعلوم حقانيې مهتمم او د جمعيت علماء اسلام س ګوند مشر مولانا سميع الحق تېره ورځ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د نامعلومو بريدګرو له لوري د چړې په بريد کې وژل شوی و او نن ماسپښين درې نيمې بجې يې په خپل پلرني کلي اکوړه خټک کې جنازه وشوه او په دارالعلوم حقانيه کې د خپل پلار مولانا عبدالحق رحمه الله څنګ ته خاورو ته وسپارل شو.
د مولانا سميع الحق په جنازه لسګونو زرو خلکو ګډون کړی و، د پاکستان ډېری سياستوالو، د خيبر پښتونخوا اعلی وزير محمود خان، والي شاه فرمان، د مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند، نېشنل عوامي ګوند، د جمعيت علماء اسلام، جماعت اسلامي او ګڼو نورو ګوندو غړو او مشرانو په دې جنازه کې ګډون وکړ.
د مولانا د جنازې لپاره له سهاره د مينه‌والو او خواخوږو راتګ پيل شوی و، د راولپنډۍ او پېښور لويه لاره د زيات بېروبار له امله له څو ساعتونو تړل شوې، خلکو په ساعتونو ساعتو پلی مزل وکړ او لا هم ګڼ شمېر خلک د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله په جنازه کې له ګډون څخه پاتې شول.
د پاکستان د لومړي وزير عمران خان، د مسلم نواز ګوند مشر نواز شريف او نورو پوځي او ملکي چارواکو سربېره د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښين او طالبانو د مولانا سميع الحق په مړينه خواشيني ښوولې او دا يې د اسلامي علومو او ديني مدارسو لپاره ستر ضايعه بللې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي