برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ فروردین , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سره د حکومت د خبرو اترو ټیم ناستې جزیات

آریانانیوز: د افغانستان د سولې وزارت ویلي چې پدې ناسته کې ، د ترکیې ناستې په اړه کې خبرې وشوې...


د حکومت د خبرو اترو ټیم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینس ، د ترکیې او قطر له استازو سره وکتل.

په افغانستان کې دحکومت وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې پدې ناسته کې د ترکیې غونډې په باره کې خبرې وشوې.

تمه کیږي چې ترکیه روانه میاشت په افغانستان کې د سولې په اړه د ملګرو ملتونو په ملاتړ د نړیوالې غونډې کوربه وي.

د حکومت سولې د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ، ترکیې او قطر استازو ویلي چې دا ناسته په افغانستان کې د سولې د روانو خبرو پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره ده او تمه کیږي چې ژر تر ژره په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د حکومت د خبرو اترو د ډلې مشر ، محمد معصوم ستانکزي هیله څرګنده کړه چې د ترکیې ناسته به بریالۍ وي ، چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او ټول افغانان به له سولې خوند واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي