آریانانیوز: د ملي امنیت شورا دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سولې لویې جرګې او ولسمشر غني په تصویب سره خطرناک طالب بندیان د کابل له پل چرخي زندان څخه خوشې شوي دي.
د دې مؤسسې په وینا ، د تل پاتې سولې لاسته راوړلو لپاره ، اړینه ده چې نورې خواوې د هوکړه لیکونو سره سم خپل مسؤلیتونه سرته ورسوي او د دې فرصت څخه ډیره ګټه پورته کړي.