برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ اسد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملي اردو قرارګاه له لسګونو سرتیرو سره طالبانو له خوا ونیول شو

آریانانیوز: سیمه ایز امنيتي چارواكي وایي چې د فارياب په غورماچ ولسوالۍ كې د ملي اردو یوه لویه قرارګاه، چې د چينايانو په كمپ سره شهرت لري؛ د طالبانو په لاس سقوط شوي. او پکي میشت سرتیری یا نیول شوي او یا ورتسلیم شوي دي.


د 209 شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي رسنیو ته ویلي چې له سختې جګړې وروسته ياد پوځي مركز وسله والو طالبانو ونيوه.
د نوموړي په خبره، د چينايانو په كمپ كې د ملي اردو 70 سرتېرو شتون درلود، چې په وینا یې 46 تنه يې له كمپه د وتو په حال کې طالبانو نيولي، خو په قرارګاه كې د پاتې 26 سرتېرو د برخليك په اړه یې ناخبري ښودلي ده.
رضايي زياتوي، د طالبانو د بريد پر مهال د ملي دفاع وزارت او ناټو له ملي اردو څخه پر وخت ملاتړ ونه وكړ، چې له کبله یې دا قرارګاه سقوط شوه.
د فارياب ولایتي چارواکي هم پېښه تأييدوي او وايې، چې د چينايانو كمپ له 48 ساعته جګړې وروسته تېر ماښام د طالبانو له لوري سقوط شوی او لږ تر لږه 40 سرتېري طالبانو ته تسليم شوي دي.
بل خوا طالبانو هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې: « بیګاه ماښام د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ په چهلګزي سیمه کې د کابل ادارې د عسکرو لوی بیس (نظامي کمپ) له عسکرو سره مجاهدینو ته تسلیم شو.»
طالبانو زیاته کړي چې په یاده قرارګاه کې 57 تنه عسکرو مجاهدینو ته وسلې پر ځمکه کیښودې.
د طالبانو د خبرپاڼې په وینا، هغوی له ځانه سره 8 ټانګونه، 2 دهشکې، 2 هاوانونه، 3 زیکویک له سلو ډیر امریکایي کارمولي ټوپک او کلاشینکوفونه، له خورا ډیرو مهماتو سره مجاهدینوته وسپارل.
طالبان وایی چې دغه کمپ یې له تیرو 3 ورځو راهیسې تر محاصرې لاندې وو، چې په وینا یې ماښام ونیول شو او 43 تنه عسکر پکي وژل شوي، 17 نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه