برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د مصالحې شورا په جوړولو موافقه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس یو شمېر افغان سیاسیون، چې تېره ورځ د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي په کور کې راټول شوي وو، د سولې په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په موخه د مصالحې شورا په جوړولو موافقه کړې
دغه ناسته چې د کریم خلیلي په کور کې جوړه شوې وه، د سپېدار د ولسمشر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر «حامد کرزي» سربېره، محمد محقق، ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، حاجي دین محمد، انورالحق احدي او نورو پکې ګډون کړی وو
د حزب اسلامي د مشر «ګلبدین حکمتیار» د تېر ټاکنیز ټکټ دویم مرستیال «فضل الهادي وزین» طلوع نیوز ته ویلي، چې د کریم خلیلي په کور کې د جوړې شوې ناستې په مهال د روغې جوړې شورا په تشکیل خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د سولې د خبرو د وړاندې تګ او بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه باید د مصالحې شورا جوړه شي
د وزین په خبره، د مصالحې د شورا تشکیل یوازېنۍ لاره ده، چې د سولې په وړاندې پراته خنډونه ورباندې لرې کېدای شي
یو بل پخوانۍ جهادي څېره «تورن اسماعیل خان» وايي، هغه کسان چې حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د ټیم لپاره حکومت ټاکلي وو، د سیاسيونو موافقه ورباندې ونشوه؛ نو ځکه هغوی وغوښتل له حکومت سره په مشوره خپل لست جوړ کړي
نوموړي زیاته کړې، تر هغه دمه چې د حکومت اختلافات حل شوي نه وي، نه یوازې دا چې مذاکراتي ټیم نه تشکیلېږي، بلکې په راتلونکې کې د طالبانو لپاره چانس نور هم زیاتېږي، څو له یوه برلاسي مؤقف څخه د مذاکراتو مېز ته راوړاندې شي.
یاده دې وي، چې ارګ که څه هم دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تېره ورځ د ارګ د نیم ولسمشر «اشرف غني» د ویاند مرستیال «لطیف محمود» ویلي وو، چې د مذاکراتي ټيم تشکیل بشپړ شوی او هر هغه وخت چې طالبان خبرو ته را وړاندې شي، د مذاکره کوونکو کسانو نومونه به خپاره شي.

تمه وه، د طالبانو او امریکا تر منځ له توافق وروسته د مارچ په لسمه نېټه د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي او شپږ زره تنه زندانیان د ټولو لورو تر منځ د باور د فضاء جوړولو په موخه ازاد شي؛ خو په کابل کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ ټاکنیزې ناندرۍ او د بندیانو له خلاصون سره د اشرف غني مخالفت هغه څه وو، چې بین الافغاني مذاکرات یې یوې نامعلومې مودې ته یووړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي