برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مسکوله ناستې سياسي ګټه پورته کول

آریانانیوز: د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان سولې په اړه د لسو هېوادونو غونډه وه، چې د طالبانو د سياسي دفتر مشر او غړي هم ورغلي وو، خو د ګډ حکومت چارواکو په دغه ناسته کې له ګډون څخه انکار کړی و او يوازې د سولې شورا يو پلاوی ورغلی و.


د سياسي چارو کارپوهان او د ولسي جرګې غړو ويلي، چې طالبانو له دغې ناستې سياسي ګټه پورته کړه او حکومت د سولې او سياسي لاسته راوړنې چانس يې ضايع کړ.
د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي ويلي، چې د افغان حکومت لپاره د شرم خبره ده، چې يوه څوک يې تر اوسه ترهګره ډله بلله، خو دغې ډلې په ډېر جرئت په مسکو کې خپل دريځ نړيوالو ته روښانه کړ او حکومت ته يې د «د شلغم حیثيت» ورنکړ.
د ګډ حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق هم وويل، چې حکومت ډېره تېروتنه وکړه، چې نه په دغه ناسته کې ګډون وکړ او نه يې هم د سياسي ګوندنو مشرانو ته د ورتلو اجازه ورکړه.
د ولسي جرګې غړي سيد عارف کاظمي وايي، چې حکومت په سياسي لوبو او راکړې ورکړې کې خپلواک نه دی او له همدې امله يې د سولې په اړه يو غوره چانس له لاسه ورکړ.
د سياسي چارو بل کارپوه وحيد مژده هم وويل، چې طالبانو له دغې ناستې سياسي ګټه پوره کړه او د لومړي ځل لپاره يې د رسمي نړيوال دريځ له لارې خپل دريځ او تګلاره نړيوالو ته روښانه کړه.
د سياسي چارو شنونکی نظر محمد مطمين بيا وايي، ښه خبره به دا وه، چې افغان حکومت په دغه ناسته کې ګډون کړی وای، خو دغه زرين چانس يې له لاسه ورکړ، په مقابل کې يې طالبانو له دغې موقع ګټه پورته کړه او خپله خبره يې نړيوالو ته ورسوله.
په مسکو کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او وياند محمد سهيل شاهين د مسکو ناستې په څنډه کې رسنيو ته ويلي، چې دوی د افغانستان د اسلامي او ملي ارزښتونو او ارضي تماميت لپاره مبارزه کوي او ژمنه يې کړې، چې د سيمې او نړۍ هېڅ هېواد ته به ګواښ پېښ نه کړي.
طالبانو ټينګار کړی، که بهرنيان ووځي، دوی به له افغانانو سره هېڅ ډول ستونزه ونه لري او ټولې کورنۍ ستونزې به د خبرو له لارې حل کړي.
سهيل شاهين هم وويل، چې امريکايي پوځيان بايد له افغانستانه ووځي او که د اسې ونه شي جګړه به همداسې روانه وي.

شریک یي کړئ!