برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د آسانولو نوې تګلاره

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر فهیم هاشمي په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د ښه والي لپاره د نوې پالیسۍ له جویدو داډ څرګندوي او وایي؛ د روان کال تر وروستیو به د نوې طرحې له مخې پر دولتي مخابراتي شرکتونو هم له ۱۷۵ میلیون ډالرو پانګونه تر سره شي، چې د خدمتونوکیفیت یې لوړ شي
نوموړی مني، چې په هېواد کې خصوصي مخابراتي شرکتونو تر یوه بریده بیې ټیټې کړي؛ خو کیفیت یې اوس هم معیاري ندی
د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله د مخابراتو وزارت پر رهبرۍ نیوکه کوي، چې اوس هم دغه وزارت د مخابراتی خدمتونو د ښه والي لپاره د معیاري پالیسۍ پر جوړولو او پلي کولو بریالی شوی ندی
نوموړی د نړیوال بازار په پرتله په افغانستان کې د انټرنټ بیې لوړې او کیفیت ټيت بولي او وایي، چې دا وزارت د وړتیاوو لوړولو ته باید خپله اړتیا ومني
د اقتصادي چارو د پوهانو په وینا؛ د مخابراتو وزارت یو له خورا ارزښتمنو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې لازم او معیاري ظرفیتونه نلري؛ ځکه، نو د ستونزو حل ته اړتیا لیدل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي