آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ویدیو کنفرانس له لارې د متحده ایالاتو د کانګرس له رئیسې ، میرمن نانسي پلوسي او د امریکا د استازو جرګې له یو شمیر غړو سره خبرې وکړې...
د ارګ په وینا ، ویډیو کنفرانس کې د لومړي میرمن، امرالله صالح د ولسمشر لومړی مرستیال ، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزیر ، ډاکټر حمدالله محب د ملي امنیت سلاکار ، او د دفتر رییس ډاکټر فضل محمود فضلي برخه اخیستې وه. په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیر اغلې رویا رحماني هم د ویډیو کنفرانس له لارې اړیکه درلوده.
دواړو لورو له افغانستان سره د متحده ایالاتو دوامداره ژمنې ، د سولې پروسې او ورپسې د ښځو حقونو او د اوربند لپاره عاجل اړتیا باندې بحث وکړ او د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه.