برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ماشومانو د اصلاح او روزنې کمېټې ناسته وکړه

د ماشومانو د اصلاح او روزنې کمېټې خپله ناسته نن د اجرائيه رئیس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.


په دې ناسته کې لومړی د عدلیې وزارت مرستیال په هېواد کې د ماشومانو د ساتنې او اصلاح د مراکزو له عمومي وضعیت څخه ټولیز رپوټ وړاندې کړ. هغه وویل، چې د کابل د اصلاح مرکز د امنیتي پرسونل د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، چې د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مرکز د برېښنا ستونزه حل شوې او په نورو برخو کې یې هم صلاحات رامنځته شوي دي.

د عدلیې وزارت مرستیال وویل، چې په دې مرکز کې یې د 24 ساعته کلنیک د فعالولو لپاره له عامې روغتیا وزارت سره خبرې کړي؛ خو اقتصادي ستونزې یې پر وړاندې خنډ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وویل، چې دمګړۍ یې د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز لپاره د امنیتي پرسونل د کمښت ستونزه حل کړې او د نوي تشکیل په منظورۍ سره دا اندېښنه ختمه شي.

اجرائيه رئيس هدایت ورکړ، چې په فراه، بلخ او کابل ولایتونو کې دې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مراکزو لپاره اساسي توجه وشي او کورنیو چارو وزارت دې له خپلو کړو اقداماتو اجراییه ریاست ته رپوټ ورکړي.

اجرائيه رئيس همداراز هدایت ورکړ، چې د 24 ساعته کلینیک د فعالولو پر وړاندې له شته خنډو او ستونزو څخه دې اړونده ادارې په تفصیلي ډول خپل رپوټ د اجرائيه ریاست عالي مقام ته د حل لپاره ور واستوي.

د دې ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال وویل، چې له ډېرو هڅو سره سره لا هم نه دي توانېدلي چې د دې مراکزو لپاره په ټول هېواد کې اجتماعي کارمندان استخدام کړي.

د یاد وزارت مسوولانو غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې دې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ دولتي مرکز هم جوړ شي، چې دا مهال یې نشتون ستونزې را پيدا کړي دي.

د ښځو چارو وزارت بیا په امن خونو او له ښځو څخه د ملاتړ ټولنو کې د شته هغو مېرمنو د برخلیک په اړه اندېښنه ښکاره کړه، چې دا مهال یې ستونزې ختمې شوي او نشي کولای چې بېرته له ټولنې سره یو ځای شي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو اړوندو ادارو ته هدایت ورکړ، چې د اصلاح د مراکزو د ستونزو په حل کې اساسي اقدامات وکړي او وړه اندېښنه هم جدي ونیسي. هغه وویل، چې د اجتماعي کارمندانو د استخدام په اړه په وزیرانو شورا کې بحث وکړي.

اجرائيه رئيس د ښځو چارو له وزارته وغوښتل چې په دې اړه خپل مشخص وړاندیز او ګزارش اجرائیه ریاست ته وسپاري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي