برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د لوی اختر په مناسبت د پوهنې د سرپرست وزیر پیغام

آریانانیوز: د لوی خدای (ج) پر وړاندې د اخلاص او ریښتینولۍ د تر ټولو ستر یاد (لوی اختر) د رارسېدلو له امله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرتابه، د معارف لویې کورنۍ او ټول مسلمان او متدین ولس ته د زړه له کومې مبارکي وایم.


موږ په داسې حال کې یو له تر ټولو لوی دیني مناسبت نمانځو، چې د وطن په ډېری برخو کې جنګ جګړې روانې او ورځ تر بلې زموږ له لسګونو هېوادوالو قرباني اخلي. دا جنګ جګړې د یو ناتمام کابوس په څېر هره ورځ زموږ د ټولنې تر ټولو نخبه او په علم او پوهې سمبال کسان، چې د وطن د ترقۍ او پرمختګ لپاره لوی ارمانونه او هداف لري؛ قرباني کوي او کورنۍ یې د یوه تلپاتې ویر په ټغر کېنوي.
راځئ! ددغو ټولو بدبختیو او تورو ورځو د پای ته رسېدو لپاره لوی اختر، چې د حضرت ابراهیم خلیل الله د قربانیو، سرښندنو او مبارزو سپېڅلې یادونه او د نړۍ د ټولو نسلونو لپاره د تقوا، استقامت او اخلاص بېلګه ده؛ بهانه وګرځو او له هغه څخه په الهام خپله ټولنه له اوسني فلاکت او بدبختۍ څخه وژغورو.
په دې لاره کې تر ټولو لوی مسوولیت د پوهنې لویې کورنۍ ته ورګرځي، چې د خپلو دوامدارو هلو ځلو په پایله کې وکولای شي په ټولنه کې د موجودو ستونزو او بې وزلۍ ټغر، چې له ناپوهۍ او جهل څخه خړوبېږي ټول او ددې خاورې د اوسېدونکو ترمنځ مینه، اخلاص او سوله ییز ژوند بنسټیز کړي.
په پای کې یو ځل بیا د لوی اختر د رارسېدو له امله ټولو متدینو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او هیله من یم، چې په نژدې راتلونکي کې په هېواد کې سراسري سوله او ثبات حاکم او د کال ټولې ورځې مو د اخترونو په څېر له خوښۍ او نېکمرغۍ ډکې واوسي.

درناوي
ډاکټر محمد میرویس بلخي
د پوهنې سرپرست وزیر

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي