برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د لوګر د مدني ټولنې رییس

آریانانیوز: د لوګر د مدني ټولنې رییس، موسی محمودي چې په دې ولایت کې یې د ماشومانو د جنسي زورونې پرده پورته کړه، لادرکه شوی دی
د ښاغلي محمودي خپلوان(دوشنبې د لیندۍ په ۴مه نېټه) وايي چې نوموړی له څلورو ورځو راهیسي د کابل له شنې سیمې لادرکه شوی دی او د برخلیک په تړاو یې مالومات نلري
خپلوان یې وايي چې ښاغلی محمودي په لوګر ولایت کې د ماشومانو جنسي زورونې د راپور له خپرېدو وروسته ګواښل کېده
په همدې حال کې پخواني ولسمشر، حامد کرزي هم د یوه خبري کنفرانس پرمهال د ښاغلي محمودي په تړاو پوښتنې په ځواب کې وویل:«که نوموړی د ملي امنیت لخوا نیول شوی وی، باید چې ژر ترژره خوشې شي
ښاغلي محمودي کابو دوې اوونۍ مخکې له طلوع نیوز سره د لوګر په ښوونځیو کې د ماشومانو د زورونې په تړاو خپلې موندنې شرېکې کړې. په لوګر کې د کابو۵۵۰زده کوونکو په اړه خبر ورکړ چې د جنسي تیریو قرباني شوي دي
محمد موسی محمودي ویلي وو چې دغه څېړنه یې په شپږو میاشتو کې ترسره کړي او یواځي یې د مرکز شپږ ښوونځیو له زدکوونکو سره خبرې اترې کړي دي
ښاغلی محمودي په داسې حال کې چې د یادو پېښو په تړاو لسګونه زورونکي انځورونه ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي