آریانانیوز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د تخار ولايت ينګي قلعه ولسوالۍ اړوند د کريم بای په سيمه کې داربکيانو په پوسته بريد کړی دی او د قومندان عاشور په نامه يې د اربکيانو د قومندان په ګډون ۱۲ اربکيان وژلي دي
مجاهد زياتوي چې په دې بريد کې له اربکیانو څخه وسلې او مهمات هم نيولي دي
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په طالبانو د امنیتي ځواکونو بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې د امنيتي ځواکونو تلفات هم زيات شوي دي.