برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د قومندانانو په ګډون لسګونو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې

د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې د قومندانانو په ګډون ګڼو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې او طالبانو ته تسلیم شوي دي.


د پرچمن ولسوالۍ په فاسک سیمه کې فعال قومندان ملک له خپلو ۶۰ وسله والو سره له جګړې لاس اخیستی او د تېرې دوشنبې په ماښام طالبانو ته تسلیم شوی دی.
په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ یو بل جنګیالی قومندان ارباب ګل اغا له خپلو ۱۰ عسکرو سره طالبانو ته وسلې پر ځمکه ايښې.
طالبانو د دې کسانو د تسلیمۍ پخلی کړی او په رالېږلې خبرپاڼه کې يې ویلي، چې دوی ورسره د هر ډول همکارۍ لپاره هم سینه ډبولې ده.
طالبانو څو ورځې وړاندې پخپلو څرګندونو کې پر افغان عسکرو غږ وکړ چې د دوی د عفوې له فرصته ګټه واخلي او د بهرنیانو لپاره روانه کړې جګړه ودروي.
طالب مشر د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې هم پر امنیتي ځواکونو غږ وکړ، چې که د یرغلګرو ملاتړ پرېږدي دوی د وروري لاس ور غځوي.
تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ ولسوال، قومندان او نور ځايي لوړپوړي مسؤلین هم د طالبانو لیکو ته ورغلل او د سر په خوندیتوب تر خپلو دندو تېر شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي