برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند زاوې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۲۲ داعشیان وژل شوي او د دوی څلور هغه مرکزونه لمنځه تللي،چې په کې وسلې،مهمات،چاودیدونکو او نورو توکو شتون درلود.


د دې عملیاتو پر مهال،چې په کې امنیتي ځواکونو او ولس ته کوم زیان ندی اوښتی، د داعشیانو سره د اړیکو په تور دوه تنه ژوندي نیول شوي او د ځای پر ځای شوي اته حلقې ماینونه یې هم لمنځه وړل شوي .
تېره ورځ هم د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د چپرهار په سورګو سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه تنه د وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور له دوه میله کلاشینکوفونو سره یو ځای نیولي وو

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي