برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د قطر په بین الافغاني ناسته

آریانانیوز: د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي وایي، قطر او جرمني د سولې روانو خبرو د تېزولو په موخه په دوحه کې د یوې بین الافغاني ناستې کوربتوب کوي.



د دوحې بین الافغاني ناسته چې د قطر او جرمني په ګډو هڅو او کوربتوب رابلل کېږي سلام رحیمي يې په اړه وایي، په دې غونډه کې چې د رواني میاشتې په ۷ او ۸ نېټه به په دوحه کې جوړېږي د افغانستان د دولت رسمي استازي ګډون نه کوي.
ددې غونډې په تړاو د د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» له وړاندې څرګنده کړې وه، چې دوی د ګډ حکومت له استازو سره نه کېني او په یاده غونډه کې ټول ګډونوال به یوازې د یوه افغان په حیث د خپل ځان استازیتوب کوي.
د شاهین په خبره، په دې ناسته کې به د افغانستان له بیلابېلو قشرونو څخه ۶۰ تنه استازي ګډون کوي.
د چارو شنونکی « حسن حقیار» د راتلونکې غونډې په تړاو وایي « د دوحې بین الافغاني ناسته د پریکړو غونډه نه ده، بلکې په دې غونډه کې به د یوې بلې سترې غونډې لپاره په تیاري او اجنډا خبرې کېږي او تر ډېره باور دادی چې دلته به په اوربند، د افغانانو په ستونزو او راتلونکو ناستو بحث وشي».
د دوحې د بین الافغاني ناستې په تړاو د ګډ حکومت له منځه بېلابېل دریځونه خپرېږي، د حکومت ځيني چارواکي وایي، دوی ته ددې غونډې په تړاو هیڅ معلومات نه دي ورکول شوي خو ځیني نور بیا په دې غونډه کې د حکومتي استازو د ګډون خبره کوي.

شریک یي کړئ!