برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د قطر ناسته څو ورځې وځنډېدله

آریانانیوز: ټاکل شوې وه، د قطر بین الافغاني ناسته د روانې اپریل میاشتې په ۱۴مه، ترسره شي خو قطر کې ځينو سرچینو ویلي، دا غونډه د څو ورځو لپاره ځنډېدلې ده.


د سرچینې په وینا ښايي غونډه د روانې میاشتې په شلم تاریخ ترسره شي، ځکه چې ورته پوره تیاری لا هم نه دی نیول شوی.
سرچینه زیاتوي تر اوسه د غونډې د ګډونوالو لیستونه برابر شوي نه دي او نه هم بلنې ورکړل شوې دي.
په ورته وخت کې د حکومت له لوري د «مصالحې شورا رهبري» چې په ارګ کې دویمه غونډه درلوده، هم د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا غونډه ښايي د اپریل په «۲۱-۱۹» ترسره شي.
د مصالحې شورا چې د حکومت له لوري له ۳۷ کسانو جوړه شوې، ټاکل شوې وه د ۲۲ کسیز مذاکراتي ټیم له منځه به د قطر ناستې لپاره خپل پلاوی ټاکي.
د غونډې د ځنډېدو پر پورتني علت سربېره کابل کې د سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو او د حکومت له لوري د جوړې شوې شورا اړوند جنجالونه هم بې اغېزې نه بلل کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي