برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د قطري سیال سره د حنیف اتمر د ټلیفون خبرې

آریانانیوز: د قطري بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن سره د افغانستان د سولې پروسې او د بین الافغاني خبرو په اړه خبرې وکړې.


ګران هیواد؛ د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی چې د تلیفوني خبرو پر مهال محمد حنیف اتمر د قطري بهرنیو چارو له وزیر سره د لویې جرګې د پریکړې او د دې د عملي کیدو څرنګوالي ، د بندیانو خوشې کیدو او د سولې خبرو د پیل په اړه اوږده خبرې وکړې.

په یوه اړوند پیغام کې ، ښاغلي اتمر قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې ارزښتناک ملګری وباله.

هغه لیکلي چې د قطري بهرنیو چارو وزیر سره هوکړه شوې چې د بین الافغاني خبرو اترو په پیل کې به همکاري وکړي .

شریک یي کړئ!