برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع

آریانانیوز: ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وایي، د اساسي قانون د تفسیر یوازینۍ مرجع ستره محکمه ده، اشخاص او احزاب په خپل میل د قانون تفسېر نشي کولای
د ولسمشر ویاید هارون چغانسوري، د یو شمېر هغو کاندانو طرحه چې د سرپرست حکومت د رامنځته کیدو غوښتنه یې کړې، له اساسي قانون او نظام سره په ټکر کې بولي.
نوموړي پر خپله تویټر پاڼه لیکلي،” نور هر ډول ترتیبات په اصطلاح ” سرپرست حکومت“ د اساسي قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام خلاف دي او د ځینو نوماندانو له لوري مطرح شوي میکانیزمونه هیڅ قانوني اساس نه لري”.
ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ په داسي حال کې غبرګون ښي چې چې نن د «غوايي پر ۲۴مه» د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو یولس کسیزې شورا یو ځل بیا د جوزا میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته د «سرپرست حکومت» رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ!