برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د قانون خلاف کړنې هم نه منو

آریانانیوز: د ثبات او همپالنې ټیم مشر او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وایي د ټاکنو کمیسیون د پریکړې درناوی کوي، خو دا پریکړې باید د قانون او طرز العملونو له مخې وي
همدا راز عبدالله وویل د ټاکنو له کمیسیونه د قانون خلاف کومه غوښتنه نه لري، خو د قانون خلاف کړنې هم ورته د منلو نه دي
ښاغلي عبدالله نن یکشنبه کابل کې د لویې جرګې په تالار کې خپلو پلویانو او رسنیو ته خبرې کولې
عبدالله عبدالله وویل داځل د خلکو له رایو نه تیریږي او تر وروستۍ سلګې پورې به د دوی د رایو دفاع کوي
هغه وویل لکه څرنګه چې تیر ځل ټاکنو کې مصلحت دا و چې جوړجاړی وکړي، دا ځل مصلحت دا دی چې له هر ډول جوړجاړی تیر شی اود خلکو له رایو دفاع وکړي
د عبدالله دا غبرګون له هغه وروسته رامنځته کیږي، چې د ټاکنو کمیسیون پرون په یو شمیر ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې د پيلیدو اعلان وکړ
د عبدالله عبدالله ډلې د کمیسیون د دې پریکړې په غبرګون کې وایي لومړی باید د بایوومټریک شوو رایو شمیر معلوم شي او هغه رایې چې بایومټریک شوي نه دي، باطلې شي او وروسته د بیا شمیرنې بهیر پیل شي
ښکاري دا لانجه د هغو ۳۰۰ زرو رایو په اړه ده چې له بایومټریک پرته کارول شوي دي، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم شوی
د ټاکنو کمیسیون د قانون له مخې یواځې هغه رایې د اعتبار وړ دي چې د بایومټریک ماشین په مرسته کارول شوي وي
عبدالله د نن ورځې په څرګندونو کې د ټاکنو پر کمیسیون غږ وکړ چې د بیا شمیرنې بهیر ودروي او رامنځته شوې ستونزه د کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضور کې له دوی سره د خبرو له لارې حل کړي
ښاغلي عبدالله زیاته کړه که چیرې د بیا شمیرنې بهیر د دوی د څارونکو په نشتون کې پيل شي، پایله یې هیڅ مشروعیت نه لري
عبدالله دولت جوړونکی ټیم په دې تورن کړ چې ګني هڅه کوي د درغلیو له لارې واک ته ورسیږي
هغه وویل دی د ټاکنو د بحران پلوی نه دی، خو په وینا یې که چیرې افغانستان د بحران پر لور لاړ شي، نو پړه به یې د دولت جوړونکي ټیم پر غاړه وي
ثبات او همپالنې ټیم د دوی غوښتنو نه منل کیدو په صورت کې، د ځينو سوله ییزو اقداماتو ګواښ هم وکړ
عبدالله ډاډ ورکړ چې دا ځل به د ټاکنو پایلې یواځې د خلکو د پاکو رایو پر اساس وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي