برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د فېروزالدین فېروز لپاره د ممنوع‌الخروج غوښتنه

آریانانیوز: درسندیوپه راپور ولسي جرګه د کرونا وايروس پر وړاندې د مبارزې بودجه کې د فساد په تړاو د عامې روغتيا د پخواني وزير فېروزالدین فېروز د ممنوع‌الخروج غوښتنه کړې
د ولسي جرګې نایب منشي حجت الله خردمند نن پنجشنبه ويلي، دغه تصمیم د ولسي جرګې د روغتیا او بدني روزنې کمېټې له خوا نیول شوی
هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې د غړو تر څېړنو وروسته څرګنده شوه چې د نوموړي د دندې پر مهال د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې په ډېرو ولایتونو کې پراخ فساد شوی او دغه پیسې شخصي جېبونو ته تللې دي
هغه وایي، د ولسي جرګې د روغتیا او بدني روزنې کمېټې تېره ورځ د روغتیا د پخواني وزیر د ممنوع‌الخروج په اړه خپله غوښتنه اړوندو ارګانونو ته سپارلې ده او له هغوی یې غوښتنه کړې تر څو چې نوموړي د یادو پیسو په اړه وضاحت نه وي ورکړی، بهر ته د تللو اجازه نه لري
نوموړي دغه راز وویل، د لېږل شوي غوښتنلیک په تړاو تر اوسه ولسي جرګې ته کوم ځواب نه دی راغلی
فېروز د روان کال غبرګولي میاشتې په ۱۱ له دندې ګوښه شو. هغه د ملي يووالي حکومت په لومړیو کې د روغتیا د وزیر په توګه ټاکل شوی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي