برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فراه په جنګ کښې له طالب ډلې د ايران د ملاتړادعا

د پارلېمان استازي د فراه ښار په جنګ کښې له طالب ډلې څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د ملاتړ په اړه د يو افغان فوځي قوماندان ادعا رد کړه.


محمد صالح سلجوقي ویوی مرکی ّپه تځ کښې وويل، ځينې کسان د فراه ښار د خلقو د امنيت په نه رامنځته کولو کښې د خپلې کمزورۍ او ناکامۍ د توجيهولو په وجه نور هېوادونه تورنوي.
هغه زياته کړه، افغان امنيتي ځواکونه کافني وسلې او جنګي سازوسامانونه نه لري او په همدې وجه ماتې خوري.
له دې مخکې هم د افغانستان د فراه والي عبدالبصير سالنګي تاکيد وکړ چې د طالب ډلې په لاسو د فراه ښار د يوې برخې په نيولو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د مداخلت او له دغې ډلې څخه د دغه هېواد د ملاتړ هيڅ ډول اسناد او شواهد نشته.
د فراه ولايت د پوليسو قوماندان فضل احمد شيرزاد د ځينو لويديځو هېوادونو په غولېدو او بې له څه سند او مدرکه ادعا وکړه چې ايران د فراه ښار په وروستيو ناامنيو او له طالب ډلې څخه په ملاتړ کښې رول لري.

شریک یي کړئ!