برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د غزې په اړه د بشري حقونو د بنسټونو چوپتیا

د الامر بالمعروف و نهی عن المنکر وزير محمد خالد حنفي د افغانستان په شمال مزارشريف ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې د اسلامي احکامو د تطبيق په برخه کې به له هيچا سره مراعات او تعامل ونه کړو.


دغه طالب چارواکي ویلي چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه باید د افغانستان په کورنیو مسایلو په تېره بیا د ښځو په مسلو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه څرګنده کړه چې ولې د بشری حقوقو دغه بنسټونه په غزه کښې د جنګ او د زرګونو ښځو او ماشومانو په وژلې سترګې پټوی او د اسرائیلی رژیم د جنایتونو په وړاندې چوپه خوله دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ویلي و، چې لویدیځوال باید خپل فرهنګ پر نورو هېوادونو نه تحمیلوي.

شریک یي کړئ!