برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عدلیې وزارت لخوا ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو فعالیت جواز لغوه کیدا

آریانانیوز: د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز یې لغو کړل.


د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت په دی اړه رسنیو ته وویل چې دغو ټولنیزو ادارو خپل اجازت ‌لیکونه نه و تمدید کړي، ځکه یې دا اقدام کړی دی.
ښاغلي ریاضت زیاته کړه: “۱۲۸۰ ادارې چې د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت وې، اکثر یې په ټولنیزو اتحادیو، سازمانونو، بنیادونو او شوراګانو کې شاملې وې.”
د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چې د فعالیت د جواز له ختميدو څخه تر شپږو میاشتو پورې دغه وزارت ته مراجعه ونه‌کړي، د قانون له مخې یې د فعالیت اجازه لغو کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي