برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د پلویانو لاریون

آریانانیوز: د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پرون جمعه (د لیندۍ په ۸مه) کابل کې په لاریون لاس پورې ک
لاریون کوونکو چې غوښتل یې د کابل ښار له څنډو ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ځانونه ورسوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ولسمشر پر ضد شعارونه ورکول.
د هغوی ځینې د ورځې په ۱۲ بجو ځانونه یې د پشتونستان واټ څلور لارې ته چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته په نږدې واټن کې پرته څلور لارې ده ورسول
هغوی د دغه لاریون لامل په ولسمشرۍ ټاکنو کې پلان شوې درغلۍ ګڼي او وايي چې د رایو بیاشمېرنې بهیر د هغوی لپاره د منلو وړ نه دی. ورته مهال په کابل ښار کې ډېری سړکونه د تګ راتګ پر مخ تړلي وو.
امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو پرې نه ږدي چې لاریون کوونکي ښار ته ننوځي له دې مخکې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د لاریون مرکز د پښتونستان څلور لارې چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته په نږدې واټن کې پرته ده ټاکلې وه، خو کارنیزیون اعلان وکړ څو لاریون کوونکي د کابل په حضوري چمن کې سره غونډ شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي