برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عبدالله عبدالله سره ملګرو ملتو استازي لیدنه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو پرون له ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې د افغان مشرانو لخوا، له اساسي قانون سره سم په یو ټول شموله داسې حکومت د راغونډېدو په اهمیت تاکيد وکړ چې ټولو ته د منلو وړ وي. دا چاره د صلحې د خبرو لپاره د یو استازي ټیم د جوړولو لپاره مهمه ده.”
وړمه ورځ افغان ولسمشر اشرف غني په رسمي توګه اجرائیه ریاست لغو اعلان کړ، او امنیتي بنسټونو ته یې لارښونه وکړه چې اجرائیه ریاست اړوند منسوبین نور دې برخه کې مسؤلان نه دي.
د محمد اشرف غني د دې فرمان په غبرګون کښې عبدالله عبدالله له خپل اړخ څخه او د افغانستان د ولسمشر تر نامه لاندې هم وویل چې د ملي یووالي حکومت وخت ختم شوے دے، او ډېر ژر به نوے اجرائیه رئیس وټاکي.
د عبدالله عبدالله له لوري په فرمان کښې ویل شوي چې اشرف غني تر دې وروسته د افغانستان ولسمشر ندے او فرمانونه او احکام یې د اعتبار وړ ندي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي