آریانانیوز: زموږ د هیواد د ملي پخلاینې عالي شورا رییس او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه تلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د سولې پر پروسې خبرې وکړې...
عبدالله عبدالله پدې خبرو کې وویل: په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنایی فرصت برابر شوی او له دې فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي.
زموږ د عالي ملي پخلاینې شورا مشر هم د سیمې اجماع او د پاکستان همکارۍ سولې ته رسیدو لپاره مهم وبللې.
عمران خان هم په افغانستان کې د سولې لپاره د خپل هیواد ملاتړ څرګند کړ او هیله یې څرګنده کړه چې د بینالافغانی خبرې اترې ژر تر ژره پیل شي.
د پاکستان لومړي وزیر هم عبدالله عبدالله ته پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې ، چې د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر لخوا ومنل شو.