آریانانیوز: د هېواد په ختيځ کې د خالد بن وليد ٢٠١ قول اردو قوماندان وويل: افغانستان له پاکستان سره ښې اړیکې لري، خو چمتو دی چې پر دغه هېواد د هر ډول تېري ځواب ورکړي.
په ختیځ کې د خالد بن ولید د ۲۰۱ قول اردو قوماندان ابو دجانه وویل، افغانستان له پاکستان سره ښې اړیکې لري، خو چمتو دی چې له خپلو پولو دفاع وکړي او د هېواد په خاوره کې هر ډول تېري ته ځواب ورکړي.
ویل کیږي چې د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه له تېرو دوو اونیو راهیسې د پاکستاني سرحدي ځواکونو له لوري د لسګونو توغندیو د توغولو شاهده ده.