برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د طالبانو پر سیاستونو د کاناډا نیوکه

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره اعلان وکړ چې طالبان نه شي کولای نړیوال قوانین له پامه وغورځوي او د دوی سره له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه باید حساب کتاب وشي.


د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې د طالبانو پر محدودکوونکو سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې له ښځو او نجونو سره د دوی د چلند په اړه باید حساب کتاب وشي.

هغه وويل: طالبان نه شي کولاى په ساده حکمونو سره نړيوال قوانين تر پښو لاندې کړي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر همداراز څرګنده کړه چې تېره اوونۍ کاناډا، استرالیا، جرمني او هالنډ د ۲۲ نورو هېوادونو په مرسته د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون پر بنسټ د افغانستان د حساب ورکونې لپاره اقدامات پیل کړي دي.

جولي زیاته کړه: طالبان نشي کولای په ساده حکمونو سره نړیوال قوانین له پامه وغورځوي. کاناډا یو داسې هیواد دی چې د ظلم څخه آزادۍ ته ارزښت ورکوي، نه د استثمار لپاره آزادي. د ټولو نارینه او ښځو د کرامت په ګډون د بشري حقونو ساتنه باید د بحث او اختلاف وړ نه وي ..

تر دې مخکې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي وو، چې د ځینو هېوادونو او سازمانونو له خوا د افغانستان پر واکمنې ادارې د بشري حقونو او جنسیتي تبعیض تور لګول ناسم کار دی.

ده همداراز وویل: په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه کیږي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي