برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو وسله واله ډله د کابل په نننی چاودنه کې د یاد ډلې ښکېلتیا رد کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو بیان په نشورو له سره ویلي، چې د کابل د پرون ورځې چاودنه د اسلامي د مجاهدینو پورې اړه نه لري.


تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو له دې وړاندې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو هم په کابل کې د ورته بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو تائید کړې چې د دیارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي.
چارواکي زیاتوي، چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۳ کسان ټپيان هم شوي.
په همدې حال کې د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زیات کسان ټپیان دي.
عیني شاهدان وایي پیښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې یو شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
د عیني شاهدانو په وینا، پیښه د قلعه نذیر اړوند د نفوذو د ثبت او احوال ریاست یوې مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ!