برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ جدی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د طالبانو لخوا د رسنیو ځپل؛ حکومت په افغانستان کې د آزادو معلوماتو جریان بندوي

طالبانو په خوست کې د درې محلي راډیوګانو د فعالیت بندولو او پر خبریالانو د پراخو محدودیتونو په لګولو سره د آزادو خبرونو د خپرېدو مخه نیولې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د زیاتیدونکي ځپل او د هغې د منفي اغیزو په اړه اندیښنه ښودلې ده...


د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د طالبانو استخباراتو په خوست ولایت کې درې محلي راډیوګانې د فعالیت څخه منع کړې دي. دغه اداره ویلي چې د استخباراتو له همغږۍ پرته د مطالبو خپرول د دې راډیوګانو د بندېدو لامل شوی دی.

طالبانو پر افغان خبریالانو نوي محدودیتونه لګولي، چې په ټولنه کې د آزادو خبرونو د خپرېدو مخه نیسي. دغه محدودیتونه د خبریالانو د استخباراتو دفتر ته غوښتل او ګواښل هم شامل دي. خبریالانو ته ویل شوي چې پرته د معارف او استخباراتو له همغږۍ هیڅ ډول مواد په خپلو رسنیو کې مه خپروئ.

د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې، په ننګرهار کې سیمه‌ییز چارواکي هم له رسنیو سره د عکس اخیستلو او مرکه کولو څخه منع شوي دي. دا اقدام د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون پر بنسټ شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو محدودیتونو د پراخېدو او د هغې د رسنیو او د خلکو د معلوماتو ته د لاسرسي پر منفي اغیزو اندیښنه څرګنده کړې ده. دغه مرکز ویلي چې طالبانو د آزادو معلوماتو د جریان د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه دی پرې ایښی او تر دې دمه لسګونه خبریالان له ځورونې، شکنجې او ګواښ سره مخ شوي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه