برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د بې اسنادو موټرو خاوندانو ته خبرداری ورکړ

طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د موټرو خاوندان دې خپل وسایط ثبت کړي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د ټولو بې اسنادو موټرو له خاوندانو غوښتي چې خپل اسناد ثبت کړي او ګمرکي او مالیاتي اسناد دې ترلاسه کړي.

عبدالمتين قانع په هېواد کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل د دغه ډول موټرو تګ راتګ بولي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا پریکړه په داسې حال کې کیږي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي او د کابل ښار په دننه کې هم زیات شمېر بې اسناده موټرونه تګ راتګ کوي.

شریک یي کړئ!