برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د طالبانو د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د القاعدې فعالیت زیات شوی دی

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، په ورته وخت کې چې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې اخیستی، د القاعدې وړتیا له خپلو خلکو سره د اړیکو نیولو کې زیاته شوې ده.


دا کارپوهان وايي چې القاعده هڅه کوي چې د نړیوال جهاد د مشر په توګه وپیژندل شي.

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو چې په عمومي توګه په نړۍ کې د تروریستي ګواښونو په اړه خبرې کولې وویل چې د جګړې په سیمو کې د داعش او القاعدې ګواښونه اوس هم په لوړه کچه دي. دوی خبرداری ورکړ چې که دا شخړې په بریالیتوب سره حل نه شي، نو دا به د نړۍ په نورو برخو کې د ترهګریزو عملیاتو د ترسره کولو توان زیات کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، چې د افریقا، مرکزي او جنوبي اسیا، سوریې او عراق په سیمو کې د داعش او القاعدې د فعالیت دوام د ژورې اندېښنې لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپور پر بنسټ: د ایمن الظواهري د اړیکو زیاتیدونکي وړتیا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او د القاعدې د مهمو متحدینو د ځواک له پیاوړتیا سره همغږي دی.

دغه راپور زیاتوي: نړیوال شرایط د القاعدې په ګټه دي او دغه ډله غواړي یو ځل بیا د نړیوال جهاد د مشر په توګه وپیژندل شي. راپور دا هم زیاتوي چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري چې له اوږدې مودې راهیسې اوازې وې چې ناروغ دی یا مړ دی، ژوندی دی او په ازاده توګه اړیکه نیسي.

راپور وايي، له داعش سره د سیالۍ لپاره د القاعدې تبلیغات زیات شوی او ښايي په راتلونکي کې د ګواښ یوه لویه سرچینه شي.

رپوټ زیاتوي چې د القاعدې کمیټې چې د دغې ډلې نړیوال مشرتابه همغږي کوي، القاعده په عربي ټاپووزمه کې کمزورې کړې او د افریقا فرعي څانګو ته یې راټیټه کړې ده.

په ورته وخت کې پورتني راپور د داعش په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون یو بل احتمالي لوی ګواښ ګڼلی او د ملګرو ملتونو د یوه غړي په حواله یې د دغې ډلې د جنګیالیو شمېر ۱۲۰ زره اټکل کړی دی.

راپور زیاتوي چې دغه شمېر جنګیالي د سوریې په شمال ختیځ کې په ۱۱ کمپونو او شاوخوا ۲۰ زندانونو کې پاتې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي