برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د طالبانو د مهاجرینو چارو وزیر: هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه کړي دي باید محاکمه شي

آریانانیوز: د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، هغه هېوادونه چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او په بېلابېلو نومونو یې افغانان وژلي، باید د جرمونو نړیوالې محکمې ته معرفي شي.


د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني چې په پکتیا ولایت کښې یې د مرستو د ویش په مراسمو کښې خبرې کولې زياته کړه چې ځينې هېوادونه اوس هم هڅه کوي چې افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

حقاني وویل: د پخواني شوروي حکومت او د هغه ټول غلامان که په هیواد کې دننه وي او که بهر، د امريکا ناټو په شمول هغه هېوادونه ‌ډ چې زموږ افغانستان يې وران کړ، د دې وضعیت مسوول دي، بايد افغانانو ته حساب ورکړي او نړيوالې محکمې ته راکش شي.

د هغه په وينا، که دا ځل دوى تېرى وکړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي