برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ بهمن , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
د طالبانو مشر شیخ هبتالله اخندزاده په یو نوي فرمان کې حکم کړی چې ټول هغه اموال او شتمنۍ چې د طالبانو محلي ځواکونو لخوا ضبط شوي، باید مستقیماً کندهار ته انتقال شي. هیڅ قوماندان یا سیمهییز چارواکی د دې شتمنیو د ساتلو حق نه لري.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، د امارت اسلامي رهبري هڅه کوي چې د قدرت پر جوړښت او پریکړو زیات کنټرول ولري. دا نوی فرمان د هغه بهیر یوه برخه ده چې د طالبانو د واک ته رسېدو راهیسې روان دی، چې موخه یې د واک تمرکز د شیخ هبتالله او د کندهار مرکزي دفتر په لاس کې دی.
دا حکم نه یوازې د عامو خلکو ضبط شوې شتمنۍ رانغاړي، بلکې د محلي قوماندانانو او د ښاري حوزو د آمرینو یو شمېر صلاحیتونه هم د کندهار دفتر ته لېږدوي.
د داخلي سرچینو په وینا، د طالبانو رهبري تر اوسه دوه اساسي موخو ته پاملرنه کړې:
1. پر ښځو پراخ محدودیتونه لګول او د هغوی د ټولنیز حضور کمول.
2. ټول صلاحیتونه او واک د طالبانو د مرکزي رهبري تر کنټرول لاندې راوستل.
په کندهار دفتر کې کار کوونکي اکثره د کوټې، بلوچستان د طالبانو غړي دي، چې ډېری یې د لوړو زده کړو له نعمت څخه بې برخې دي. دا مسئله د ځینو سیمهییزو چارواکو او ان د طالبانو دننه د اندېښنو لامل شوې ده.
د طالبانو سیمهییزو قوماندانانو ته د واک کمېدل ممکن په ولایتونو کې د نارضایتۍ لامل شي.
په کندهار کې د واک تمرکز، د طالبانو د مشر کنټرول قوي کوي، خو دا د طالبانو د مختلفو جناحونو ترمنځ اختلافات هم پیدا کولی شي.