برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر: متحده ایالات باید د نوي افغان حکومت پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي

آریانانیوز: د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ویلي، له امریکا سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پیلولو ته چمتو دی.


د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان چمتو دي چې له امریکا سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پیل کړي او د تېرو شلو کلونو جګړه باید د دواړو لورو ترمنځ په یوه نوي ذهنيت بدله شي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازبکستان، ترکیې او تاجکستان ته د توماس ویسټ وروستیو سفرونو ته په اشارې سره ویلي: که متحده ایالات په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات غواړي، د توماس ویسټ سفر ګټور دی؛ په دې شرط چې هغه په بهر کې د طالبانو مخالفین قانع کړي چې بیرته راشي او هر ډول مخالفت پریږدي.

مجاهد ویلي، که د توماس ویسټ هدف د سولې او ثبات په وړ او د دې ډلې پر ضد د طالبانو اپوزیسیون هڅول وي، دا به د امریکا په ګټه نه وي.

مجاهد په همدې حال کې هیله څرګنده کړې چې د توماس ویسټ د سفرونو موخه به په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت وي.

 

 

 

شریک یي کړئ!