آریانانیوز: په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي تر اوسني حکومت د طالبانو واکمني څو چنده ښه وه.
هغه په یوه تلویزوني بحث کې وویل، امریکا دلته د ټولو بدبختیو مور ده او څوک چې ځان ته مسلمان وايي باید ملاتړ يې ونه کړي.
بارکزی چې راتلونکو ټاکنو ته له کابل څخه نوماند دی وايي، امریکا دلته تعرض کړی، خو دا باید واضح وي: «دا وطن د طالب دی، خو د ټرمپ نه دی.»
د ولسي جرګې دې غړي پر ولسي خلکو بمبارونه، فساد، پر امنیتي ځواکونو د امریکا بمباري او له افغان کانونو نه د امریکایانو ګټه د امریکا د زیانونو په ډول یاد کړل.
هغه وویل: «موږ ته د کال څلور میلیارده ډالر راکوي، خو یوازې له هلمنده يې تر سل میلیارده ډېر قاچاق کړی دی.»
بارکزي زیاته کړه، طالبانو يې دوه زامن ور وژلي دي، له خپلې سیمې يې راشړلی خو بیا هم اعتراف کوي:«طالبان زموږ وروڼه دي، موږ له دوی سره جوړېږو خو له امریکا سره نه.»
پرون د امریکايي یرغل ۱۷ کلونه پوره شول، چې د ګارډین په حواله تر ۳۵۰۰ ډېر د ناټو عسکر پکې وژل شوي او ۲۱۷زره عام افغانان پکې وژل شوي دي.