برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ حمل , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د طالبانوبندیان نه آزادیږي

آریانانیوز: د رسندوې راپور له مخی داسې ښکاري چې له زندانونو څخه د طالبانو بندیانو د آزادیدو لړۍ یو ځل بیا ځنډیدلې، ځکه د ملي امنیت شورا وایي، د پلان له مخې حاضردمه د طالبانو سل بندیان آزاد نه شي.
دملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل تویتر پاڼه لیکلي، چې د مارچ په ۳۱ مه به بندیان آزاد نه شي.
تر دې مخکې ویل شوي وو چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې به د طالبانو ۱۰۰ بندیان آزاد شي، خو اوس د دې کار د نه ترسره کیدو خبره شوې ده.
که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان آزاد شي، خو لا تر اوسه پورې هم دغه لړۍ نه ده پیل شوې.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه