برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د شیعه علماوو شورا د نوم لیکنې له پروسې پرېکون اعلان

د افغان شیعه علماوو شورا د نوم لیکنې له پروسې پرېکون اعلان کړ او پر افغان ولس يې غږ وکړ، چې د دوی پر پله ګام کېږدي.


دې شورا د دوه ورځې وړاندې برید په غبرګون کې ویلي، چې تر څو حکومت امنیت خوندي کړی نه وي، افغان ولس باید نوم لیکنې ته ګام ور وانه خلي.
دوه ورځې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د نوم لیکنې پر یو مرکز د چاودنې له امله ۶۹ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۲۰ نور ټپیان شول.
د غه شورا چې د ایت الله اصف محسني په مشرۍ فعالیت کوي، حکومت د امنیت په خوندیتوب کې ناکام بللی دی.
د شورا د اعلاميې له مخې خلک باید د سر په بدله نوم لیکنې ته حاضر نه شي، «ځکه د ځان ساتنه مهمه مسئله ده.»
دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو کمیسیون د تازه معلوماتو له مخې لا هم د نوم لیکنې پروسه ټکنۍ روانه ده.
د ټاکنو کمیسیون د حمل له ۲۵مې د ثور تر درېیمې په خپاره کړې لیست کې ویلي، چې تر ټولو ډېرو کسانو په کابل کې او تر ټولو کمو کسانو په میدان ودرګو کې خپل نومونه لیکلي دي.
په ورته وخت کې د ملي شورا غړي وايي چې په پلازمېنه کابل کې د نوم لیکنې په برخه کې درغلي موجوده ده او پورته شمېره هم ښايي د درغلیو په مرسته لوړه ښوودل شوې وې.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وویل، چې د دې یوه ساتونکي یوازې د پلار د نوم په بدلون په يوه نوم درې تذکرې اخیستې دي، په وینا يې د تذکرې اخیستنې لپاره نه بایومیټریک شته نه جدي پوښتنه.

شریک یي کړئ!