برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ بهمن , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د شیخ هبت‌الله نوی فرمان د مړو جلا ښخولو په اړه، د طالبانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي

د طالبانو مشر، شیخ هبت‌الله، نوی فرمان صادر کړی چې له دې وروسته به نارینه او ښځینه مړي په جلا هدیره‌وو کې خښیږي. دا حکم په رسمي ډول د کندهار له دفتره د طالبانو رئیس‌الوزراء ته استول شوی تر څو د عملي کولو لپاره ابلاغ شي.


د طالبانو د مقاماتو ترمنځ اختلافات

دا نوی فرمان د طالبانو د چارواکو ترمنځ سخت اختلافونه پیدا کړي دي. راپورونه ښیي چې د طالبانو رئیس‌الوزراء لا تر اوسه دا حکم د عملي کولو لپاره ندی ابلاغ کړی او د شیخ هبت‌الله له دفتر سره یې تماس نیولی، او د کابینې مخالفت یې څرګند کړی. د طالبانو کابینه وايي چې دا حکم د اسلامي او شرعي اصولو خلاف دی او غوښتنه یې کړې چې بېرته واخستل شي.

په همدې تړاو، ملا محمد حسن آخند، د طالبانو رئیس‌الوزراء، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ته خبرداری ورکړی چې دا فرمان دې نه خپروي. نوموړی باور لري چې د دې حکم پلي کول د افغان ولس اندېښنې زیاتولی شي او د طالبانو حکومت ته به نورې ستونزې پیدا کړي.

سیاسي انګېزې؟

ځینې شنونکي باور لري چې شیخ هبت‌الله د دې نوي فرمان له لارې غواړي د طالبانو د چارواکو ترمنځ اختلافات زیات کړي او خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي. دا اقدام ښيي چې د طالبانو حکومت د داخلي اختلافاتو له امله له ستونزو سره مخ دی، او د دې ډلې مشر کوشش کوي خپل موقف د کابینې او وزیرانو پر وړاندې پیاوړی کړي.

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه