برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سپما او پور له کليوالي اتحاديو سره د ۱۰۰ ميليونو څخه د زياتو افغانيو مرسته

د کليو د بيار غونې او پراختيا وزارت د کليوالي صنعتونو د ملي پروګرام په چوکاټ کې نږدې ۱۰۳ ميليونه افغانيو مرسته د هېواد په پنځو ولايتونو: هرات، پروان، ننګرهار، بلخ او باميانو ولايت کې د پور او سپما له ۳۳۷کليوالي اتحاديو سره وشوه.


د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي د دې مرستو د وېشلو په مراسمو کې و ويل: د دې مرستو موخه د پور او سپما د کليوالي اتحاديو د سپما ډېرښت، د کليوالي خلکو مالي سرچېنو ته په اسانه بڼه لاسرسی او په کليو کې د اقتصادي او توليدي فعاليتونو د ودې لپاره د کليوالي متشبثينو هڅول دي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير زياته کړه، دا مرستې ۴۱۰۵ کسانو ته په مستقيمه او ۱۲۳۱۷ کسانو ته په غېرې مستقيمه بڼه د لاسي صنايعو، د غذايي موادو د پروسس، د قالينو د اوبدلو، د کاندارۍ، کرنې او مالدارۍ په برخه کې تلپاتې کاري فرصتونه برابروي.

د يادونې وړ ده، چې د کليوالي صنعتونو پرمختيا ملي پروګرام لخوا تر اوسه د پور او سپما د ۴۶۹ کليوالي اتحاديو سره ۲۴۸،۶۴۵،۳۴۰ ميليونه افغانۍ مرسته شوې، چې ۷۳۹۰ کسانو ته يې په مستقيمه او ۲۲۱۷۴ کسانو ته يې په غېرې مستقيمه توګه کاري فرصتونه پيدا کړي.

د پور او سپما له کليوالي اتحاديو سره مرستې د کورنيو توليداتو په ډېروالي، محصولاتو ته په بازار موندنه او د کليوالي او ښاري متشبثينو ترمنځ د تجارتي اړيکو د پياوړتيا په برخه کې اغېزمنې دي.

شریک یي کړئ!