برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې لپاره قصدي خنډونه

آریانانیوز: په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر او د قطر د راتلونکې ممکنه ناستې ګډونوال ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د سولې پر وړاندې په قصدي ډول خنډونه را پیدا کېږي.


هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې وویل، د قطر راتلونکې ناستې ته له کابله پلاوی ځکه ځنډول شوی چې پر لیست يې ناندرۍ را پورته شوې دي.
هغه وايي وړاندې پر یو بل لیست موافقه شوې وه، خو حکومت هغه لیست اوږد کړ او په پایله کې يې نن د پلاوي سفر وځنډول شو.
د دې غونډې بل ګډونوال صدیق الله توحيدي هم وايي، چې ناندرۍ پر لیست راپورته شوې دي، په وینا يې اوس یو بل لیست حکومت ته سپارل شوی دی او حکومت ورسره مخالفت ښوودلی دی.
ویل کېږي د دې غونډې جوړونکو حکومت ته د مسکو ناستې ګډونوالو او دېرشو نورو کسانو نومونه ورکړي دي، خو حکومت مخالفت ښوودلی دی.
ملا عبدالسلام ضعیف وايي، حکومت د کسانو په ډېرولو سره غواړي په غونډه کې د حاکمیت هڅه وکړي.
هغه وویل د غونډې په اړه نظرونه هم سره مخالف دي: «د شخړو د مطالعاتو مرکز دا د نظرونو د نږدې کېدو یوه هڅه بولي، طالبان يې عادي کنفرانس بولي چې هر څوک پکې خپل نظر شریکولی شي، خو حکومت يې بیا مذاکراتي کنفرانس بولي.»
هغه وویل د سولې اړوند باید قاطع او غوڅ ګامونه واخیستل شي، څومره چې پروسه اوږدېږي «منفي اړخونه په کې ډېرېږي.»
ښاغلي ضعیف د اوربند په تړاو وویل طالبان د دایمي اوربند هیله لري، داسې چې دا مسئله په بنیادي ډول حل شي او «مؤقت اوربند د قضيې حل لار نه بولي.»
هغه د حکومت له لوري د جګړې له اعلان وروسته د طالبانو عملیات هم عکس العملي کار وباله او په وینا يې ښه به وي چې د سولې په برخه کې عکس العملي هڅې وشي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه‌ییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز وايي، په څلورو میاشتو کې يې له نږدې درې سوه بنسټونو سره خبرې کړې او د سروې په پای کې يې موندلې چې اویا سلنه خلک د سولې په روانه پروسه کې د حکومت پر دریځ او هڅو مشکوک دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي