برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې لویی مشورتی جرګې ترسره کولو کمیسیون غړۍ

آریانانیوز: محمد عمر داوودزی، د سولې عالی شورا عمومی مدیر او ولسمشر خاص نماینده سیمه ایز چارو کې د سولې اجماع لپاره اعلام کړی چی د سولې مشورتی جرګی ترسره کولو کمیسیون غړۍ د ولسمشر له لوری وټاکل شو.


ښاغلی داوودزی خپل فیسبوک رسمی پاڼه کې لیکلی دی چی ټاکل شوی غړۍ فضل کریم فضل، عبدالوهاب عرفان، عباس نویان، عبدالحق شفق، محمد ایوب رفیقی، عبدالرشید ایوبی، داوود کلکانی، صدیق پتمن، خان جان الکوزی، جماهیر انوری، فوزیه ارال، ملالی شینواری، سید علی کاظمی، امین الدین مظفری، نسرین اوریاخیل، ضیاالحق امرخیل، نیلوفر ابراهیمی، سریراحمد برمک او روح الله نیازی دی.
د هغه په وینا دا ۱۹ تنه د ولسمشر غنی حکم په اساس ټاکل شوی دی.
هغه همدارنګه وویل چی سولې مشورتی لویی جرګه ترسره کولو کمیسیون غړی د فیصلی په اساس، ضیاالحق امرخیل او فوزیه ارال د معاونینو په حیث، نادیه صالح منشی به حیث او سید علی کاظمی او عبدالرشید ایوبی ددی کمیسیون ویاندانو په حیث ټاکل شوی دی.

شریک یي کړئ!