برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سولې عالي شورا لغوه کيږي

آریانانیوز: د ګډ حکومت د عمر په پای ته رسېدو حکومت پرېکړه کړې، چې د سولې عالي شورا لغوه کړي او پر ځای يې ارګ کې يوه کوچنۍ ډله د سولې چارې پر مخ بوځي.


د ګډ حکومت مشر اشرف غني له تېرو څو ورځو راهيسې د سولې او راتلونکو ټاکنو په اړه د سياسي ګوندونو له مشرانو سره ناستې پيل کړي او په دې لړ کې يې له ګلبدين حکمتيار، عبد رب الرسول سیاف، عطاءمحمد نور، صلاح الدین رباني او يو شمېر نورو سياسي فعالانو سره سلامشورې پيل کړي دي.
حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د سولې عالي شورا مرستيالې حبيه سرابي څو ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي و، چې د سولې پروسه د افغانانو له لاسه وتلې او په عين حال کې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې په برخه کې له طالبانو سره مخامخ ناستې پيل کړي دي.
د سولې عالي شورا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې، خو لاسته راوړنې يې د نشت برابر دي.
د حکومت ګڼ شمېر پلويان او منتقدين وايي، چې د سولې عالي شورا يوازې د سياسي رشوت لپاره جوړه شوې، ډېری غړي يې جګړه‌ ماران دي او حکومت يې د خولې بندولو لپاره په دغه شورا کې ځای پر ځای کړي دي.
د ګډ حکومت چارواکي او د سياسي ګوندونو ځينې غړي تور پورې کوي، چې امريکا د سولې په برخه کې افغان چارواکي او سياسي ګوندونه څنډې ته کړي او له طالبانو سره يې مخامخ خبرې پيل کړي دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستيال يونس قانوني ويلي، چې سوله د ټولو اړتيا ده، خو امريکا په دې برخه کې افغانان څنډې ته کړي او له دې پروسې معلومات نه لري.
په عين حال کې د ګډ حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال حاجي محمد محقق ويلي، چې خلیلزاد د طالبانو له مشرانو سره ګوري، خو افغان چارواکو ته د لېدو وخت نه ورکوي او يوازې په ټيليفوني خبرو بسنه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي