برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې روانې هڅې به بې ځایه نه ځي

آریانانیوز: د یوراپورله مخی د ازبکستان د باندنیو چارو وزیر وايي هېواد به یې د سولې تر څنګ په ټولو برخو کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
عبدالعزیز کاملوف په تاشکند کې یوې خبري غونډې کی هیله مندي ښودلې چې د سولې روانې هڅې به بې ځایه نه ځي.
نوموړي زیاته کړه، هېواد به یې تل له افغانانو څخه خپل ملاتړ کوي، خو په وینا یې هیله من دی چې د ازبکستان هڅې هم له پامه ونه غورځول شي.
نوموړی وايي، په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده مګر اوس نوي فرصتونه رامنځته شوي دي او په لومړي ځل ښکیلو غاړو مذاکراتو ته غاړه ایښې ده.
کاملوف ویلي، د افغان سولې په رابطه د ټولو ناستو هرکلی کوي او تر بل هر چا به ازبکستان د افغان سولې زیات ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ!