آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په مزارشریف ښار کې د ښاروالۍ او د دې ولایت یو شمېر مېرمنو او نجونو له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک لاس لیکېدا په خوښۍ د دې ښار په شپږمه ناحیه کې نیالګي کېنول.
دوی د سولې شعارونه ورکول او له نورو خلکو وغوښتل چې د خپل هېواد د زرغونتیا او امن په موخه دې پخپلو سیمو کې نیالګي کېنوي.