برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ريلي او سړکي ټرانزېټ د پراختيا لپاره د تهران او کابل موافقه

آریانانیوز: د ايران د لار او ښار جوړونې وزير عباس آخوندي د افغانستان د ټرانسپورټ له وزير محمد حميد طهماسي سره پرون په تهران کښې په يو ګډ اخباري کانفرنس کښې د دواړو هېوادونو موافقو ته په اشارې سره وويل: د ټرانزېټ د پراختيا لپاره د دواړو خواو ترمېنځ زياتې خبرې اترې ترسره شوې او د لګښتونو د کمولو لپاره هم ښې نتېجې ترلاسه شوې.
آخوندي همدارنګ د ايران، هند او افغانستان ترمېنځ د تعلقاتو د زياتولو لپاره د چابهار درې اړخيزه ټرانزېټي موافقه ليک ته په اشارې سره وويل، د چابهار موافقه ليک ډېر ښه عمل کړے او درې واړو هېوادونو ترمېنځ يې يو نوے کورېډور رامنځته کړے دے.
د ايران د لار او ښار جوړونې وزير د دې په بيانولو سره چې د ايران د خواف او د افغانستان د هرات رېل پټلۍ د ګټې اخېستو په درشل کښې ده په افغانستان کښې د سړک جوړونې لپاره د ايران چمتووالے اعلان کړ.
محمد حميد طماسي هم په دغه ناسته کښې وويل: ايران او افغانستان موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د صادراتو او وارداتو د آسانۍ لپاره لا غوره زمينه برابره کړي.هغه همدارنګ د ايران او افغانستان ترمېنځ ګمرکي موافقو ته په اشارې سره په دواړو ګمرکونو کښې د قاچاق او فساد د مخنيوي په خاطر د ټولو ګمرکي مقرراتو د يو شان کولو لپاره د کابل چمتووالے اعلان کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي