برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د رولا غني څرګندونې توند غبرګونونه راپارول

له طلوع نیوز خصوصي تلویزون سره د محمد اشرف غني مېرمنې په تازه مرکه کې ځينې څرګندونې کړې چې توند غبرګونونه يې راپارولي. له طلوع نیوز خصوصي تلویزون سره د محمد اشرف غني مېرمنې په تازه مرکه کې ځينې د رولا غني.


هغې چې د پښتنولۍ دعوه هم وکړه، په خپرونه کې وویل په برېښنايي تذکره کې يې قوم «پښتون» او ان دین هم «اسلام» لیکلی دی.
رولا غني د «سادات» قوم اړوند وویل، چې سادات یو قوم نه؛ بلکې یو «شی» دی، چې په غبرګون کې يې د دې قوم فعالانو، استادانو او مشرانو څرګندونې کړې دي.
د پوهنتون استاد محمد مرادي د رولا غنې د دې څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې افغانستان په ډيموکراسۍ کې تر دې اندازې نوی دی چې ځينې باطلې شوې اصطلاح ګانې لا هم پکې فعالې دي.
د ده په وینا رولا غني ته باید «لومړۍ مېرمن» ونه ویل شي، ځکه په یوه ډيموکراټيکه ټولنه کې لومړۍ، دویمې او درېیمي طبقې ځای نه لري.
د ده په وینا محمد اشرف غني له غربه په تقلید دا هڅه وکړه چې خپلې مېرمنې ته دغه لقب ورکړي، په داسې حال کې چې دا لقب اوس له کاره لوېدلی دی.
په دیني چارو کې د محمد اشرف غني مشاور او د ساداتو قوم یو مشر سید محمد علي جاوید وايي، دی پوهېږي چې رولا غني نه د افغانستان د وضعیت، نه اړیکو او نه هم قومونو او دود – دستور اړوند معلومات لري.
د ضیا موسوي په نوم فرهنګي فعال وايي، د رولا غني څرګندونې استخباراتي اړخ لري، د د په وینا دلته پر نورو ستونزو سربېره د هغې نادرې یو بله ستونزه زېږوونکې موضوع ده.
د زرغون بدلون؛ په نوم فکري بهیر پر محمد اشرف غني غږ کړی چې مېرمن دې کنټرول او له ساداتو قوم څخه بښنې ته اړ کړي.
دې بهیر په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې رولا غني د افغانستان د قومونو په اړه اصلاً پوهېږي نه؛ خو څرګندونې يې متعصبانه دي.
لبنان الاصله عیسوۍ رولا غني، په خپلو خبرو کې د محمد اشرف غني لویه غلطي د اجراییه ریاست رامنځته کول بولي، هغې ویلي راتلونکو ټاکنو کې د خپل خاوند د نوماندۍ په اړه هغه ته د هو یا نه مشوره نه ورکوي.

رولا غني، چې محمد اشرف غني يې «بې بې ګل» بولي، د افغان مېرمنو لپاره د کار په پلمه د «پروموټ» په نوم یوه پروژه هم لري، چې پکې د استخدامېدونکو مېرمنو عمر باید تر ۲۵ کاله ښکته او تر ۳۵ لوړ نه وي.
ګډ حکومت وړاندې تر دې هم څو ځلې پر دې تورن شوی، چې د قومونو تر منځ بې اتفاقۍ ته لمن وهي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي